ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګېزاب یو شمېر اوسېدونکي مرکز ترینکوټ ته د دې ولسوالۍ غځېدلې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

د ګېزاب یو شمېر اوسېدونکي مرکز ترینکوټ ته د دې ولسوالۍ غځېدلې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

author avatar
12 Oct 2024 - 15:09
د ګېزاب یو شمېر اوسېدونکي مرکز ترینکوټ ته د دې ولسوالۍ غځېدلې لارې جوړېدو غوښتنه کوي
author avatar
12 Oct 2024 - 15:09

ترینکوټ (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۳): د اروزګان د ګېزاب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې مرکز ترینکوټ ته د دې ولسوالۍ غځېدلې لار په اساسي ډول ورغوي.

د اروزګان د ګېزاب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو پرون د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې  مرکز ترینکوټ ته د غځېدلې عمومي لارې جوړولو غوښتنه کړې ده.

د یادې ولسوالۍ د بازار سیمې اوسېدونکي معلم عبدالرازق وویل، ګېزاب چې له مرکز ترینکوټ سره په شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره واټن کې موقعیت لري، نښلېدونکی سرک یې خراب دی چې له امله یې دوی له ستونزو سره مخ دي.

دغه راز، د کریم‌الله په نوم د یادې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي له مسوولینو وغوښتل چې یاد سړک دې ورته د ژمي موسم له رارسېدو مخکې ورغول شي.

هغه وویل، په ژمي کې د بارانونو او سېلابونو له امله یاده لار د هر ډول تګ – راتګ پر مخ بندیږي.

د نوموړي په خبره، مسوولینو مخکې ژمنه کړې وه چې د کچکاله په نوم لار به د «درې» د لارې د بدیل په توګه ورغوي خو لا هم یاده ژمنه نه ده عملي شوې او له مرکز سره د دوی ټولې لارې خرابې پاتې دي.

ورته مهال، د دغه ولایت والي مولوي عنایت‌الله شجاع چې یادې ولسوالۍ ته د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه تللی و، وویل، هڅه کوي د دې ولسوالي د خلکو ستونزې او غوښتنې تر مرکزي حکومته ورسوي.

هغه دغه راز وویل، د ولسوالۍ مسوولینو ته یې سپارښتنه کړې چې د یاد سړک د ځینو برخو جوړولو لپاره لاس په کار شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.