مهترلام (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۳): د لغمان امنیه قومانداني وایي، د کابل ــ جلالاباد پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان دي.
د لغمان امنیه قوماندانۍ ویاند محمد یونس یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن غرمه مهال د کابل ــ جلال اباد پر لویهلار، د مشعلې تنګي سیمه کې د دوو کرولا ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په دغه پېښه کې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان دي.
دی زیاتوي چې د پېښې ټپیان نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن