کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د بېلابېلو ولایتونو له قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، د ا.ا او ولس ترمنځ د همکارۍ فضا رامنځته شوې او قومي جوړښتونه د خلکو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې ښه همغږي رامنځته کولای شي.
ارګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په جلا جلا ناستو کې د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ له یو شمېر مخورو او د هېواد په شمالي ولایتونو کې د مېشت ګوجر قوم له یو شمېر مخورو سره وکتل.
سرچينې لیکلي چې د دره نور ولسوالۍ مخورو او مشرانو په دغه لیدنه کې ویلي، د اسلامي امارت په راتګ سره ګڼې دښمنۍ د حکومت او قومونو په منځګړیتوب هوارې شوې او دا مهال په دره نور ولسوالۍ کې د ولس او اسلامي امارت ترمنځ ښه همکاري او همغږي شتون لري.
ارګ لیکلي، یادو مشرانو دغه راز سیاسي مرستیال ته په خپلو سیمو کې د برېښنا شبکې د پراختیا، د سړکونو رغولو، د منظور شوي روغتون د چارو د ژر پیل او د اوبو د مهارولو لپاره د بند جوړولو وړاندېزونه وسپارل.
دغهراز په بدخشان، تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې د مېشت ګوجر قوم مشرانو هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې غوښتنه کړې چې حکومت دې په لرو پرتو سیمو کې پراختیايي پروژو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر ویلي، د اسلامي امارت او قومونو تر منځ د واټن نشتون د روښانه راتلونکې ښکارندویي کوي.
هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت د حکومت او ولسونو تر منځ د همکارۍ فضا رامنځ ته کړې ده او قومي جوړښتونه کولای شي چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره له مسؤولینو سره ښه همغږي رامنځته کړي.
ارګ لیکلي، د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر په دره نور ولسوالۍ کې د ولسونو او په شمالي ولایتونو کې د ګوجر قوم د ستونزو حل مهم وباله او زیاته یې کړه چې پر شوو وړاندېزونو به غور وشي او اړونده ادارو ته به لازمې سپارښتنې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP