اسعداباد (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۳): ستره محکمه وایي، په کونړ ولایت کې دوو مجرمینو او شپږو تورنو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د سترې محکمې خبرپاڼه کې راغلي چې د کونړ مرافعه محکمې د جزا دېوان، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان او د شيګل ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړو پر اساس د يوې ښځې په ګډون اتو کسانو ته چې پر لواطت، غلا او له کوره پر تېښته متهم وو< په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچينې لیکلي، د یادو مجرمينو او متهمينو له ډلې دوه کسان پر ۲ ـ ۲ کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا، لومړی متهم پر درې کاله تنفيذي بند او ۲۰ دُرو تعزیري سزا، دوه متهمين پر اوو ـ اوو میاشتو تنفيذي بند او ۲۰ ـ ۲۰ دُرو تعزیري سزا، څلورم متهم پر پنځلس ورځې تنفيذي بند او ۱۵ دُرو تعزیري سزا، پنځم متهم پر يوه کال تنفيذي بند او ۲۰ دُرو تعزیري سزا او وروستی متهم پر ۱۶ ورځو تنفيذي بند او ۱۰ دُرو تعزیري سزا محکوم شوي وو.
د یادونې ده، له دې مخکې هم په ځینو ولایتونو کې خلکو ته تعزیري سزاګانې ورکړل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP