میدانښار (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۳): ستره محکمه وایي، په میدان وردګو ولایت کې دوو مجرمینو او درېیو تورنو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د ميدان وردګو ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې او د دايميرداد ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې دپرېکړو په اساس د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د غلا او نامشروع اړيکو په جرم په عام محضر کې تعزیري سزاګانې ورکړل شوې.
سرچېنې لیکلي، د یادو کسانو له ډلې دوه تنه د ښاري ابتدائیه محکمې لخوا د نامشروع اړیکو په جرم په یوه - یوه میاشت تنفیذي بند او٢٥_٢٥ درو تعزیري سزا او درې تنه د دایمیراد ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې لخوا د غلا په تور په ۲۵ درو تعزیري سزا محکوم شوي وو؛چې یاد حکمونه د مرافعه محکمې او د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شول.
د یادونې چې تر دې مخکې هم په بیلابیلو ولایتونو کې خلکو ته تعزیري سزاګانې ورکړل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP