پلعلم (پژواک، ۲۳ تلې ۱۴۰۳): د لوګر د پوهنې ریاست وایي چې د لومړي ځل لپاره د پوهنې وزارت له لوري په دغه ولایت کې ښوونکو ته د کوچنیو پورونو ورکولو صندوق پرانيستل شو.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، پوهنې وزارت د لومړي ځل لپاره په لوګر ولایت کې د بېوزله ښوونکو د لاسنیوي په موخه د پورونو ورکولو صندوق پرانيست.
عرب همدارنګه زیاتوي، پوهنې وزارت جوړ شوي صندوق ته د لومړي ځل لپاره څلور میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې چې په روان مالي کال کې به شاوخوا ۲۵۰ تنو مستحقو ښوونکو ته د پور په ډول ورکړل شي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، هر ښوونکي ته د هغه د خدمت مودې په پام کې نیولو سره له ۱۲ نیولې تر ۲۴ زره افغانیو کوچني پورونه ورکول کېږي.
بلخوا، مرکز پلعلم کې یوه ښوونکي صدیقالله پژواک ته وویل، خوښ دی چې د پوهنې وزارت له لوري د ښوونکو د اقتصادي پياوړتیا لپاره د پورونو ورکړې صندوق پرانیستل شو.
نوموړي ټینګار وکړ چې د یاد صندوق د څارنې او مدیریت لپاره دې داسې کسان وګومارل شي چې ښوونکو ته په شفافه توګه پورونه ورکړي.
د پوهنې وزارت مسوولینو د معلوماتو له مخې، که چېرې په لوګر کې د پورونو ورکړې چاره بریالۍ وه نو نورو ولایتونو کې به هم ورته صندوقونه جوړ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP