ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې

بلخ کې د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
14 Oct 2024 - 16:17
بلخ کې د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
14 Oct 2024 - 16:17

مزارشریف (پژواک، ۲۳ تله  ۱۴۰۳): د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ په شېراباد کلي کې د ۳۸۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې.

د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه روغتیایي مرکز د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ په شېراباد کلي کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) لخوا د ۳۸۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړېږي.

د بلخ کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس اسدالله وفا د دغه مرکز د چارو د پیل  په مراسمو کې ویلي، دغه روغتیایي مرکز په ۲ زره او ۴۳۲ متر مربع ځمکه کې د اوو میاشتو په موده کې جوړېږي.

په همدې حال، د بلخ عامې روغتیا ریاست مرستیال شیخ‌میر صدام وایي چې د دغه مرکز له جوړېدو سره به زرګونه کسان له روغتیایي خدمتونو برخمن شي.

هغه زیاته کړه چې د چارو له بشپړېدو وروسته به دغه مرکز ته د عامې روغتیا ریاست لخوا روغتیایي پرسونل موظف او ټول اړین وسایل او تجهیزات به ورته برابر کړل شي.

بلخوا د سیمې اوسطدونکي هم د دغه مرکز پر جوړېدو خوښي څرګندوي.

د دهدادي ولسوالۍ شېراباد کلي اوسېدونکی احمد‌خالد ولي د دغه روغتیایي مرکز پر جوړېدو خوښي څرګندوي وایي چې دا مهال د سیمې اوسېدونکي د روغتیایي مرکز نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاتوي چې د دغه مرکز له جوړیدو سره به د ډېرو خلکو ستونزې حل شي.

د یادونې ده چې تېره میاشت هم د دغه ولایت نهرشاهي ولسوالۍ کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې وې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.