Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرزی: د خیبر جرګه په سیمه کې د ستونزو هوارېدو لپاره اغېزناک ګام دی
ارشیف

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۳): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خیبر کې د پښتنو قومي جرګه بریالۍ بللې، وایي چې دغه جرګه په سیمه کې د ستونزو هوارېدو لپاره اغېزناک ګام دی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر لیکلي چې هغه په خیبر کې د پښتنو د سترې قومي جرګې «پر بریالۍ جوړېدو» خوښي څرګندوي او په سیمه کې یې د ستونزو هوارولو لپاره نېک او اغېزناک ګام بولي.

کرزي د دې جرګې له پرېکړو، «په خاص ډول افغانستان کې د نجونو د تعلیم لپاره د غږ پورته کولو» ملاتړ کړی.

کرزي ویلي، جرګه یو ارزښتناک تاریخي دود او د ستونزو د حل لپاره موثره لاره ده.

هغه ویلي: «د خیبر په جرګه کې د ښځو پراخ ګډون او د تعلیم پر ارزښت د ټولو تاکید دا څرګندوي چې په سيمه کې مېشت خلک د امن او متمدن ژوندانه غوښتونکي دي.»

دغه جرګه وړمه ورځ مازدیګر مهال د خیبر پښتونخوا په خیبر سیمه کې د زرګونو خلکو په ګډون پيل شوه او تېره شپه یې خپلې پرېکړې اعلان کړې.

جرګې پرېکړه کړې چې په دوو میاشتو کې دې د پاکستان پوځ او د ټي‌ټي‌پي او داعش په ګډون وسله‌وال تنظیمونه د دوی له خاورې ووځي او د ډیورنډ پر کرښه دې د پخوا په څېر له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ پيل شي.

یادې جرګې دغه راز غوښتنه وکړه چې بر وطن [افغانستان] کې دې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.