ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترینکوټ د «اباسالي» سیمې خلک: له ډېرو لومړنیو خدمتونو بې‌برخې یو

د ترینکوټ د «اباسالي» سیمې خلک: له ډېرو لومړنیو خدمتونو بې‌برخې یو

author avatar
14 Oct 2024 - 17:07
د ترینکوټ د «اباسالي» سیمې خلک: له ډېرو لومړنیو خدمتونو بې‌برخې یو
author avatar
14 Oct 2024 - 17:07

ترنیکوټ (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۳): د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار اړوند «اباسالي» سيمې اوسېدونکي وايي، له ډېرو لومړنیو خدمتونو بې‌‌برخې دي او له تېرو څه باندې شلو کلونو راهیسې یې په سیمه کې هیڅ ډول پراختیایي پروژه نه ده پلې شوې.

اباسالي د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار شمال لور ته په ۳۰ کیلومترۍ کې د دوېمې ناحیې اړوند سیمه ده چې شاوخوا پنځه سوه کورنۍ په‌‌کې ژوند کوي.

 د دې سیمې اوسېدونکي وايي، له تېرو څه باندې شلو کلونو راهیسې یې په سیمه کې هېڅ ډول پراختیایي پروژه نه ده پلې شوې چې له امله یې دوی له ډېرو لومړنیو خدماتو محروم پاتې شوي دي.

د دې سيمې يوه اوسېدونکي بلال‌احمد پژواک خبري اژانس ته وويل: «تر ترینکوټه د سړک په ګډون له روغتیایي او ښوونیزو خدماتو بې‌برخې یو او د څښاک لپاره پاکو اوبو ته هم لاسرسی نه‌لرو.»

د دې سیمې یو بل اوسېدونکی ۶۵ کلن تاج‌محمد وايي، سیمه یې د حکومت له سترګو پټه پاتې شوې او له هر ډول پرمختګ څخه بې‌برخې دي.

هغه وویل: «زموږ خلک هر څه ته اړتیا لري او باید غږ مو واورېدل شي.»

ورته مهال، د عثمان په نوم د اباسالي سیمې یو بل اوسېدونکی وايي، له ترینکوټ ښار سره نښلېدونکی سرک یې دومره خراب دی چې د نیم ساعت پر ځای ساعتونه مزل کوي.

هغه زیاته کړه، د ژمي موسم کې بیا دغه لار د ورښتونو پرمهال په مطلق ډول تړل کیږي او دوی نشي کولی د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه هم ترینکوټ ښار ته تګ – راتګ وکړي.

بل لور ته بیا د دغه ولایت ځايي مسوولین ډاډ ورکوي چې د یادې سیمې د خلکو ستونزې یې اورېدلې او هڅه کوي رسېدنه ورته وکړي.

 د اروزګان ولایت د مقام ویاند ملا اغاولي انعام هم د اباسالي د خلکو ستونزې منې او د حل په اړه یې د اقداماتو ډاډ ورکوي.

انعام پژواک خبري اژانس ته وویل: «د اباسالي په ګډون هغه سیمې چې خلک یې له پرمختیایې چارو وروسته پاتې دي، پاملرنه ورته کیږي.»

هغه زیاته کړه، د دغه ولایت د ولسونو ستونزې او غوښتنې د حل په موخه له مرکز سره شریکې شوې او د اوس لپاره چې کوم امکانات ولایتي اداره په واک کې لري، ګټه به ورڅخه واخیستل شي.

د نوموړي په خبره، دغه ولایت کې ټولو دولتي او مرستندویه ادارو ته سپارښتنه شوې چې په لرې پرتو سیمو کې د خلکو ستونزو ته د حل په موخه لومړیتوب ورکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.