کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۳): په کابل کې د ۱۲ ولایتونو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ملي سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو د پیل پر مهال د افغانستان د باسکټبال فدراسیون رییس عبیدالله ارغندیوال پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هېواد د باسکټبال ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه نن د ۱۲ ولایتونو لوبډلو ترمنځ په کابل کې د باسکټبال ۴۵م پړاو سیالۍ پیل شوې.
ده زیاته کړه چې یادې سیالۍ به د روانې تلې میاشتې تر ۲۹مې پورې دوام ولري.
هغه وایي، د دغو سیالیو په پای کې به ۱۸ لوبغاړي د باسکټبال ملي لوبډلې لپاره، ۱۴ د ځوانانو لوبډلې لپاره او ۱۲ لوبغاړي به بیا د نوو ځوانانو لوبډلې لپاره وټاکل شي.
همدارنګه د یادو سیالیو یوه ګډونوال او د میدانوردګ لوبډلې لوبغاړي ناصر پژواک ته وویل، له پنځو کلونو راهیسې د باسکټبال لوبه ترسره کوي، خو دا یې لومړی ځل دی چې په داسې ملي سیالیو کې برخه اخلي.
هغه وایي، هڅه کوي چې په دغو سیالیو کې ښې لوبې ترسره کړي او ملي لوبډلې ته وټاکل شي.
دغه راز، د یادو سیالیو بل ګډونوال او د کابل لوبډلې لوبغاړي بشیر پژواک ته وویل چې داسې سیالۍ د نوو استعدادونو موندلو لپاره ډېرې مهمې دي.
ده زیاته کړه، دوی په کابل کې د باسکټبال ځانګړی لوبغالی نه لري چې لوبې په کې ترسره کړي او له مسوولینو غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې تلې میاشتې په ۱۷مه هم په کابل کې د اشي هارا کراټې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي سیالۍ پیل شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP