Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان کرکټ الف لوبډله نن له هانګ‌کانګ سره پای‌لوبه ترسره کوي

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هېواد کرکټ الف لوبډله (افغان ابدالیان) نن له هانګ‌کانګ لوبډلې سره پای‌لوبه ترسره کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې افغان ابدالیان لوبډله د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن له هانګ‌کانګ سره پای‌لوبه ترسره کوي.

دغه سیالۍ به نن د افغانستان پر وخت ماسپښین ۱:۳۰ بجه پیل شي.

همدارنګه د افغانستان، هانګ‌کانګ او عمان ترمنځ دغه درې اړخیزه لوبلړۍ د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۲مه په عمان کې پیل شوې وه.

دغه راز، په دغو سیالیو کې د افغانستان او هانګ‌کانګ لوبډلو وکولای شول پای‌لوبې ته لار پیدا کړي.

د یادولو ده، د افغانستان کرکټ الف لوبډله به له یادو درې اړخیزو سیالیو وروسته په عمان کې د ترسره کېدونکي ایمرجېنګ جام سیالیو کې هم ګډون وکړي چې د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۸مه پیلېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.