ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې نابینایان: د علاج وړ نابینایانو درملنه دې وشي

بلخ کې نابینایان: د علاج وړ نابینایانو درملنه دې وشي

author avatar
15 Oct 2024 - 13:31
بلخ کې نابینایان: د علاج وړ نابینایانو درملنه دې وشي
author avatar
15 Oct 2024 - 13:31

مزارشریف (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۳): په بلخ ولایت کې یو شمېر نابینایان وایي چې د دې طبقې ډېری کسان د درملنې وړ دي او له حکومت او نړۍوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې درملنې برخه کې مرسته ورسره وکړي.

نن د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د اکتوبر ۱۵مه د سپینې امساء (نابینایانو نړۍواله ورځ) ونمانځل شوه چې حکومتي مسوولینو او ګڼ شمېر نابینایانو برخه پکې اخېستې وه.

 په یاده غونډه کې نابینایانو زده‌کړو او روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي او د دوی لپاره د کاري فرصتونو له کموالي اندېښنه وښوده او له حکومتي مسوولینو یې د یادو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

بلخ ولایت کې د معلولینو شبکې غړی سیدمحمد یزدان‌پرست وویل چې د نړۍوالې ټولنې د شمېر له مخې افغانستان کې څه باندې ۱،۵ میلیونه کسان نابینا او یا هم د سترګو لید له ستونزې سره مخ دي.

هغه زیاتوي چې د یادو کسانو له ډلې ډېری یې د درملنې وړ دي او حکومت او نړۍوال بنسټونه دې په دې برخه کې همکاري وکړي.

نوموړی دغه‌راز د مسلکي ښوونکو، درسي تجهیزاتو او د ښوونځي لپاره د معیاري ودانۍ نشتون د دوی پر وړاندې له مهمو ننګونو بولي.

مزارشریف ښار کې د هارون حکیمي په نوم یو بل نابینا چې د ماسټرۍ تر کچې یې زده‌کړې کړې، نابینایانو ته د کاري فرصتونو له نشتونه شکایت کوي.

هغه زیاتوي چې ډېری معلولین د کار کولو وړتیا لري او حکومت دې پر نورو برخو سربېره د کارموندنې برخه کې هم مرسته ورسره وکړي.

په همدې حال کې، د بلخ ولایت شهیدانو او معلولینو چارو رییس جان‌محمد حکمت، معلولینو ته د ملاتړ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې دوی به له خپلو حقونو برخمن شي.

حکمت زیاتوي چې دغه ریاست بلخ کې ۴۳۰۰ معلولینو ته میاشتني حقوق ورکوي چې له ډلې یې ۳۸۰ کسان نابینایان دي.

بلخ کې د معلولینو شبکې د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ۱۳ زره کسان د سترګو د لید له ستونزې سره مخ دي او شاوخوا ۵ زره کسان مطلق نابینا دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.