Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې مالداران: پنير مو له هېواده بهر هم مینه‌وال لري

مهترلام (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۳): د لغمان یو شمېر مالداران چې پنیر هم جوړوي وایي، خوښ دي چې د دوی په لاس جوړ شوی پنير د افغانستان په ګډون د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم ډېر مینه‌وال لري او خلک یې د ډالۍ په توګه استوي.

د لغمان د قرغیو ولسوالۍ د سرفرازخان کلا اوسېدونکی خان‌اغا وايي، له ډېره پخوا مالداري لري او له همدې لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي.

هغه وايي، غواګانې یې ساتلې او له شیدو یې پینر جوړوي، د کورنۍ ټول غړي یې ورسره بوخت دي او هره اونۍ شاوخوا ۳۵ کیلوګرامه پنیر بازار ته وړاندې کوي.

خان‌اغا وايي، اوسمهال په بازار کې د یو من (اووه کېلو) پنير بیه ۱۸۰۰ افغانۍ ده.

نوموړي زیاته کړه: «خوشاله یو چې زموږ په لاس جوړ شوی پنير د ټولو ولایتونو سربېره بهرنیو هېوادنو ته هم وړل کېږي او خلک یې خپلو دوستانو ته د تحفې په توګه لېږي.»

هغه وايي، د پنير د جوړېدو لپاره د غوا له شیدو، چهارمغز، مرچ، زمچ، یو ډول ځانګړې مالګې او ډول بوټي خمه‌زوري څخه استفاده کوي.

دغه راز، د دې ولسوالۍ د امبېړ سیمې اوسېدونکی ۷۰ کلن عاقل‌شاه وایي، پخوا یې چې مالداري لرله، یوازې به یې شیدې خرڅولې خو اوس پنیر ترې جوړوي او بازار ته یې وړاندې کوي.

خو د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې یو پنير پلورونکی وايي، د لغمان ټول پنير خوندور دي او خلک یې خوښوي خو ډېر مشهور بیا د قرغیو ولسوالۍ د امبېر او ګونپال پنیر دي چې له نورو یې بیه هم لوړه ده.

د یادونې ده، یوازې په لغمان کې نه، بلکې د ننګرهار په ښېوه او در‌ه‌نور ولسوالیو کې هم ځايي خلک پنير جوړوي چې ډېر مشهور دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.