Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې ۱۳۰۰ ماشومان د زړه سوري پر ناروغۍ اخته دي

مزارشریف (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۳): د بلخ افغاني سرې میاشتې ریاست وایي چې په دغه ولایت کې ۱۳۰۰ ماشومان د زړه سوري پر ناروغۍ اخته دي او د درملنې لپاره یې یو میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

د بلخ مرکز مزارشریف کې نن د افغاني سرې میاشتې ځانګړې اونۍ ونمانځل شوه چې په کې د بلخ والي، د دولتي ادارو یو شمېر مسوولینو، علماوو او رضاکارانو برخه اخیستې وه.

په دې غونډه کې د بلخ سرې میاشتې رییس محمدیونس معصومي وویل چې دغه ریاست د روان لمریز کال له پیله تر دې دمه د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له ۳۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده.

هغه زیاتوي چې دغه ریاست د بلخ ولایت په کچه پنځه روغتیایي کلینیکونه او یو ګرځنده روغتیایي ټیم لري چې په یاده موده کې د ۴۲ او ۵۰۰ ناروغانو وړیا درملنه او شاوخوا ۸۰ زره کسانو ته یې په دې برخه کې عامه پوهاوی ورکړی دی.

معصومي دغه راز وویل چې دوی سره ۱۳۰۰ ماشومان چې د زړي سوري پر ناروغۍ اخته دي ثبت شوي او د درملنې په موخه به مرکز ته واستول شي.

د معصومي په خبره د یادو ماشومانو د درملنې لپاره یو میلیون ډالرو ته اړتیا ده چې د خلکو له اعانې او مرستې سره به یې درملنه وشي.

په یاده غونډه کې د بلخ والي محمدیوسف وفا د دولتي او خصوصي ادارو له کارکوونکو وغوښتل څو د یوې ورځې معاش د سرې میاشتې ځانګړې اونۍ ته وسپاري او له خلکو یې وغوښتل څو د سرې میاشتې ټکټونو په پېرلو سره دې د اړمنو لاسنیوی وکړي.

بلخوا، په شمال کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې مشر روخیس پییر د بشري مرستو په رسوولو کې د رضاکارانو هڅې وستایلې او وویل چې دغه کمېټه او سره میاشت له تبعیض پرته له ټولو اړمنو او زیانمنو کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د بلخ سرې میاشتې ریاست مسوولینو په وینا، دوی خلکو ته د مرستو او روغتیایي خدمتونو رسولو سربېره سږ کال د ۶۱ رواني ناروغانو (لېونیانو) درملنه کړې او دا مهال ۷۱ نور کسان تر درملنې لاندې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.