ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان په الینګار کې د یوه کانال جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان په الینګار کې د یوه کانال جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
15 Oct 2024 - 18:13
د لغمان په الینګار کې د یوه کانال جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
15 Oct 2024 - 18:13

مهترلام (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۳): د لغمان سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالي کې د یوه کانال جوړولو چارې پیل شوې چې د اتو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

د لغمان د والي ویاند عبدالمالک نیازي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند شخترې سیمه کې د یوه کانال جوړېدو چارې پیل شوې.

د نیازي په وینا، یاد کانال به اووه کیلومتره اوږدوالی، دوه متره سور او یونیم متر ژوروالی ولري چې د کرنې او خوړو نړۍوال پروګرام (FAO) په مالي مرسته د ۳۵۰ زرو امریکایي ډالرو په لګښت به یې رغنیزې چارې په اتو میاشتو کې بشپړې شي.

د نوموړي په خبره، د دغه کانال په جوړېدو سره به څلور زره جریب کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

ورته مهال، د سیمې اوسېدونکي خوښ دي چې د کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه یې کانال جوړیږي.

د یادونې ده، په لغمان کې تېره میاشت د شاهي کانال لومړي فاز جوړولو چارې هم پیل شوې دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.