کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت سرپرست وایي چې د ګوزڼ یا پولیو واکسین د تطبیق پروګرام به د هېواد په ټولو سیمو، بانډو او مساجدو کې ترسره شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د پولیو واکسین پروګرام د همغږۍ په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ.
سرچینې ویلي، د یادې غونډې موخه د پولیو واکسین د تطبیق پروګرام اوسنيو پرمختګونو ارزول، په دغه پروګرام کې د شته ننګونو په ګوته کول او د حل لپاره یې د اغېزناکو لارو چارو موندل و چې په کې د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس ډاکټر عبدالقدوس بریالي، د ولایتونو د روغتیا رییسانو، د کتلوي معافیت پروګرام امرینو او د پولیو برخې مسوولینو ګډون کړی و.
په یاده غونډه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست وویل: «د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د هېواد ټولو سیمو وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي او په همدې موخه د نړۍوالو شریکانو په همکارۍ پر تطبیقکوونکو موسسو غږ کوم څو په لرو پرتو سیمو کې ناروغانو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې کړي.»
جلالي زیاته کړې، د ګوزڼ یا پولیو واکسین د تطبیق پروګرام به هېوادوالو ته په ټولو سیمو، بانډو او مساجدو کې ترسره کېږي.
نوموړي دغه راز د ولایتونو د عامې روغتیا رییسانو ته دنده وسپارله چې د تطبیقکوونکو موسسو په چارو کې د ستونزو په اړه پر وخت د عامې روغتیا وزارت مقام ته خبر ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP