ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز ته د تاجکستان د وارداتي برېښنا غځېدلي مزي بدلولو چارې پیل شوې

کندوز ته د تاجکستان د وارداتي برېښنا غځېدلي مزي بدلولو چارې پیل شوې

author avatar
15 Oct 2024 - 16:20
کندوز ته د تاجکستان د وارداتي برېښنا غځېدلي مزي بدلولو چارې پیل شوې
author avatar
15 Oct 2024 - 16:20

کندوز ښار (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۳): کندوز کې ځايي چارواکي وايي چې دغه ولایت ته د تاجکستان د وارداتي برېښنا غځېدلی مزی د ۸۰ میلیون افغانیو په لګښت بدلېږي.

د کندوز برېښنا حوزوي رییس ملا شهدالله نسیم په یوه مرکه کې پژواک ته وویل چې دغه ولایت ته د تاجکستان د وارداتي برېښنا د مزي بدلولو چارو په بشپړېدو سره به د برېښنا د لېږد ظرفیت له ۴۵ میګاواټ څخه ۱۰۰ میګاواټو ته لوړ شي.

هغه وویل: «د یادې پروژې لګښت ۸۰ میلیون افغانۍ دی چې د برېښنا د عمومي ریاست له لوري ورکول کېږي، د دې پروژې په پلې کېدو سره موږ کولای شو چې لا ډېرو ساحو ته برېښنا ورکړو.»

ورته مهال، د کندوز اوسېدونکي د یادې پروژې له پلې کېدو خوښي څرګندوي.

د کندوز یو اوسېدونکی خال‌محمد وايي: « برېښنا ډېره کمزورې کیږي، په ځانګړې توګه د اوړي په موسم کې، اوس چې دا پروژه پلې کېږي، برېښنا قوي کېږي، زموږ ستونزې به هم هوارې شي.»

د کندوز یوه بل اوسېدونکي عبدالقادر په دې اړه وویل: «له دې چې د برېښنا مزي مو نوي کېږي، د خوښۍ ځای دی چې برېښنا قوي کېږي، له اسلامي امارت مو غوښتنه دا ده چې له کورنیو سرچینو استفاده وشي او د هېواد دننه مو د برېښنا بندونه جوړ شي، ان‌شاءالله چې هم پیسې بهر لاړې نه شي او هم برېښنا ارزانه تمامه شي.»

د کندوز برېښنا حوزوي رییس وايي چې یاده پروژه به په دوو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.