Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عراق له زندانه خوشي شوي درې افغانان هېواد ته راورسېدل

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۳): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، درې ‎افغانان چې په عراق کې بندیان وو، د افغانستان سفارت په هڅو خوشي او د ایران له لارې هېواد ته راستانه شول.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دغه درې افغانان د قانوني اسنادو نه درلودو له امله له شپږو مياشتو راهيسې په عراق کې بندیان وو.

د روانې تلې میاشتې په ۲۱مه هم د عراق له زندانونو ۲۵ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.

د راپورونو له مخې، ډېر شمېر افغانان په ایران، پاکستان او عربي هېوادونو کې بندیان دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.