Language

غزني کې د ولسونو يووالي او انسجام په موخه ولسي غونډې وشوه

غزني‌ښار (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۳): غزني ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د یوې جوړې شوې ولسي غونډې ګډونوالو پر قومي یووالي ټینګار وکړ.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد په دغه غونډه کې وویلپه دغه ولایت کې به د هر قوم ستونزو ته په خپل وخت سره رسېدنه کیږي.

ده وویل: «لسيزې مو د هيواد د ازادۍ لپاره شهيدان ورکړي او اوس هم وعده کوو، چې د اسلام د پلي کولو لپاره هر راز قربانۍ ته تیاریو، تېر حکومت کې هيچا د شريعت غږ نه شو پورته کولى، ډيموکراسي وه، د خلکوعزت خوندي نه و ناپوهي اخري حد ته رسيدلې وه خو للهالحمد د دې نظام په راتګ سره ټول غير اسلامي کارونه له منځه ولاړل او د جهل دروازې وتړل شوې

هغه له خلکو وغوښتل چې د نظام د لا تقويې لپاره هلې ځلې وکړې ترڅو ولسونه د تل لپاره په ازادۍ او عزت ژوند وکړي.

د غزني والي حافظ امین عمري بیا د خلکو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت هڅې وستایلې او وېویل چې په غزني کې د قومونو تر منځ د شخړو د له منځه وړلو په برخه کې کافي هڅې شوې او د پښتون هزاره او تاجک په نوم تعصب اوتوپیر شتون نه لري.

د غزني ولایت د اطلاعاتو اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني وویل،غواړي له ملت سره د حکومت همغږي لا پياوړې کړي، د ولسونوستونزې او غوښتنې واوري او لوړ رتبه مسؤلينو ته يې د حل په موخه ورسوي.