Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوه قرغیزي شرکت میدان‌وردګو کې د جستو پروسس فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۳): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې یوه قرغیزستاني شرکت په هېواد کې د زرمینځنې او میدان‌وردګو کې د جستو پروسس یوې فابریکې جوړولو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت پر ځپله اېکس‌‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت‌الله بدري پرون د الاتو شرکت له رییس او د قرغیزستان د کانونو وزارت له پخواني مرستیال الماس بیک سره لیدلي دي.

د سرچینې په خبره، د الاتو شرکت رییس د خپل دغه شرکت د کار او فعالیت په اړه معلومات وړاندې کړل او په هېواد کې یې د زرمینځنې برخه کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او دغه ‌راز یې په میدان‌وردګو ولایت کې د جستو د پروسس یوې فابریکې جوړولو غوښتنه وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت د دغه شرکت له لېوالتیا هرکلی کړی او د کانونو قانون او طرزالعمل مطابق یې د پانګونې زمینې برابرېدو په موخه د دغه وزارت له همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.