کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۳): د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست وايي، له ټولو نړۍوالو او د بشري حقونو له بنسټونو تمه ده څو نه یوازې په ژمنه، بلکې په عمل کې د افغانستان له خلکو سره د برېښنا پراختیا او اوبو رسولو پروژو برخه کې مرسته وکړي.
د اوبو او برېښنا وزارت نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام د پراختیا او پرمختګ برنامې له مسوول اسټیفین او د دغه بنسټ له یو شمېر نورو مسوولینو سره لیدلي دي.
د یاد وزارت سرپرست په افغانستان کې د اوبو او برېښنا د پروژو حیاتي ارزښت ته په اشارې سره ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې په هېواد کې د اوبو د مدیریت او د انرژۍ پراختیايي پروژو پلي کول د افغانستان د خلکو تر ټولو مهمه اړتیا ده.
منصور ټینګار وکړ چې په افغانستان کې له ټولو نړۍوالو او د بشري حقونو له بنسټونو تمه ده، څو نه یوازې په ژمنه، بلکې په عمل کې د افغانستان له خلکو سره د انرژۍ د پراختیا او د اوبو رسولو پروژو په برخه کې مرسته وکړي.
د یاد وزارت سرپرست د کابل – پنجشېر د اوبو لېږد پروژې ته په اشارې سره د یاد پروګرام مسوولینو ته وړاندیز وکړ چې د دې پروژې د تمویل برخه کې د اوبو او برېښنا له وزارت سره همکاري وکړي؛ ځکه چې دغه پروژه د کابل ښار د اوسېدونکو لپاره حیاتي او د پلي کولو زمینه یې هم له هر پلوه چمتو ده.
د سرچینې په حواله، د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام مسوول د اوبو او برېښنا له وزارت سره د خپلو همکاریو د پراختیا برخه کې ژمنه وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP