Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې د انارو حاصلات د تېر کال په پرتله کم شوي

فراه ښار (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۳): د فراه کرنې ریاست وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله د تېر کال په پرتله د انارو حاصلات کم شوي دي.

د فراه کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي عبدالغني عابد پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر کال د دغه ولایت له ۷۸۹۶ هکټار باغونو څخه ۱۴۲۱۲۸ ټنه انار ترلاسه شوي وو خو سږ کال یې اندازه ۱۳۸۷۲۲ ټنو ته کمه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د وچکالۍ له امله سږ کال په مرکزي سیمو کې د انارو باغونه وچ شوي؛ ځکه یې د حاصلاتو کچه هم ټیټه ده.

د عابد په وینا، د فراه انار یوازې په همدغه ولایت په مصرف رسېږي نورو ولایتونو او یا هم نورو هېوادونو ته نه دي صادر شوي.

ده وویل چې د فراه د انارو په اړه یې له حکومتي مشرانو سره خبرې کړې دي څو په راتلوونکو کلونو کې ورته مناسب بازار پيدا کړي.

بل لورته، بڼوال هم وايي چې سږ کال د انارو حاصلاتو اندازه کمه ده خو کیفیت یې بیا ښه دی.

د فراه د مرکز برنګتوب کلي یوه بڼوال عبدالجبار پژواک ته وویل چې سږ کال د انارو کیفیت ډېر ښه دی خو بازار هیڅ نه لري.

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال په فراه کې یو من انار (پنځه کیلو) له ۵۰ تر ۶۰ افغانیو پورې پلورل کېږي چې دا د بڼوالو لګښت هم نه پوره کوي.

همدارنګه د فراه دراباد کلي یوه بڼوال رحیم وویل چې سږ کال په دغه ولایت د وچکالۍ له امله د انارو د حاصلاتو کچه ښکته ده.

هغه وايي، که چیرې د بخش‌اباد بند جوړ شي نو تر ډېره به ورسره د کروندو د خړبېدو ستونزه حل شي.

یو شمېر نورو بڼوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې د دوی کرنیزو حاصلاتو ته په هېواد کې دننه او له هېواده بهر بازار پیدا کړي.

په داسې حال کې په فراه کې د وچکالۍ موضوع مطرح کېږي چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله په هېواد کې د ورښتونو کچه لوړه وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.