Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملي تدارکاتو کمېسیون ۱۲۴ بېلابېلې پروژې د ۳۵ میلیارد افغانیو په ارزښت منظورې کړې دي

د ملي تدارکاتو کمېسیون ۱۲۴ بېلابېلې پروژې د ۳۵ میلیارد افغانیو په ارزښت منظورې کړې دي

author avatar
16 Oct 2024 - 11:58
د ملي تدارکاتو کمېسیون ۱۲۴ بېلابېلې پروژې د ۳۵ میلیارد افغانیو په ارزښت منظورې کړې دي
آرشیف
author avatar
16 Oct 2024 - 11:58

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري په روان کال کې ۱۲۴ بېلابېلې پروژې د شاوخوا ۳۵ میلیارد افغانیو په ارزښت منظورې شوې دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال له پیله تر اوسه ۱۲۴ بېلابېلې پروژې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري منظورې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو پروژو ارزښت شاوخوا ۳۵ میلیارد افغانۍ دی چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادو پروژو کې د لویو لارو، ښاري سړکونو، بندونو او کانالونو، استنادي دېوالونو، روغتیایي مرکزونو، هوايي ډګرونو، ریل پټلۍ او د اوبو رسولو شبکې جوړول، انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو او د برېښنا د تولید شبکو پراختیا او دغه راز د تحصیلي بنسټونو جوړول شامل دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.