Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې د سیند څنډو د تحکیماتو څلور پروژې پرانیستل شوې

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي، پنجشېر کې د سیند څنډو د تحکیماتو څلور پروژې د څه باندې ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت پرانیستل شوې.

د اوبو او برېښنا وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د دغو پروژو په پرانیست‌غونډه کې وویل چې دغه وزارت په پام کې لري، څو په راتلونکي کې په پنجشېر ولایت کې لا زیاتې پروژې پلې کړي.

منصور په دغه غونډه کې په هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت یو الهي نعمت وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د دغه نظام د دښمنانو د تبلیغاتو پر وړاندې باخبره واوسي.

د اوبو او برېښنا وزارت زیاته کړې، دغه پروژې د پنجشېر ولایت په عنابې، شتل، رخې او درې ولسوالیو کې د سړک، استوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو د ویجاړېدو د مخنیوي په موخه پلې کېږي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو د پلي کولو پر وخت به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره او همدارنګه له دغو پروژو به نږدې دوه زره کورنۍ برخمنې شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.