کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۳): د ایران پر پوله د افغان کډوالو د وژل کېدو راپورونو په اړه، یوناما او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي غبرګونونه ښودلي او په دې تړاو یې د بشپړې او رڼې پلټنې غوښتنه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ایران د بشري حقونو سازمان "حالوش" ادعا کړې وه چې د ایران سرحدي ځواکونو په ډزو کې افغان کډوالو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او دوو عیني شاهدانو د وژل شوو شمېر ۲۶۰ تنه ښودلی، خو دغه څرګندونې تر اوسه نورو سرچینو نه دي تایید کړي.
د اسلامي امارت ویاند مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې په دې اړه د راپورونو د پلټنې په موخه د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال محمد ابراهیم صدر په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی چې د د دفاع، بهرنیو چارو او سرحداتو وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست استازي په کې ګډون لري.
په افغانستان کې د ملګرو سیاسي استازولۍ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «یوناما د اکتوبر له ۱۴ څخه تر ۱۵ نیټې پورې د ایران د سیستان ولایت، د کلاګان په سرحدي سیمه کې د پیښې په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګندوي چې د ادعاوو له مخې د افغان مهاجرینو پر یوې لویې ډلې ډزې شوي چې په پایله کې یې افغان مهاجرینو ته مرګ ژوبله اوښتې.»
یوناما د دغې پیښې په اړه د بشپړو او شفافو څیړنو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې د کډوالو او پناه غوښتونکو حقونه د نړیوالو قوانینو له مخې خوندي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ هم پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ایران په سرحدي سیمه «سراوان» کې د افغان وګړو د «وژلو او ژوبلېدو» په تړاو د راپورونو له کبله ډېر اندېښمن دی.
هغه لیکلي چې په دې اړه بېړني وضاحت ته اړتیا ده.
ده له ایراني چارواکو غوښتي چې په دې اړه په شفافه توګه پلټنې وکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا ويلي، که دا راپورونه رښتیا وي بدې پایلې به ولري.
هغه زیاته کړې، تر هر قضاوت وړاندې بايد د پېښې د هر اړخيزې څېړنې لپاره انتظار وویستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي تېره شپه په دې اړه ویلي، د هغه مستقیمو پلټنو مشخصه کړې چې، د سراوان په سرحد کې، د لسګونه ناقانونه کسانو د وژلو په تړاو راپورونه حقیقت نهلري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هم بیګا پر خپله اېکسپاڼه لیکلي و: «نن چې په رسنيو کې د ايران او پاکستان پر ګډه پوله د يو شمير افغانانو د شهادت او زخمي کيدو په اړه ځينې ګنګوسې خپرېږي، په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت بيلابيل ارګانونه او دیپلوماتیکې استازولۍ پلټنې او تحقيقات کوي.»
هغه ویلي، دا چې د پیښې سیمه له هیواده بهر ښودل کیږي، تر اوسه معلومات نه دي کره شوي او د موضوع تر روښانتيا وروسته به په دې برخه کي لازم تصميم ونيول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP