Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کاپیسا کې د ترافیکي پېښې له امله دوه ماشومان مړه شوي

محودراقي (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۳): د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز محمودراقي کې د ترافیکي پېښې له امله دوه ماشومان چې ۱۴ او ۱۲ کلن وو، مړه شوي دي.

د کاپیسا امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه پرون (چهارشنبه) وروسته له غرمې هغه مهال وشوه چې یاد دوه ماشومان د سړک پر غاړه پر لوبو بوخت وو.

د هغه په خبره: «د لومړۍ امنیتي حوزې مربوطاتو کې یوه فیلډر موټر د فیضان په نوم یو ۱۴ کلن او د شېرالله په نوم ۱۲ کلن ماشومان وهلي او مړه شوي دي.»

هغه څرګنده کړه، موټرچلوونکی برسېرن ټپي شوی او د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

د کاپیسا امنیې قوماندانۍ ویاند د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکي بېاحتیاطي بللې او وايي، قضیه د ترافیکو مدیریت تر څېړنې لاندې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.