کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست د حکومتي او خصوصي سکټور یوه ګډ پلاوي په مشرۍ د افغان - قزاق په نړۍوال نندارتون او سوداګریز تواصل کنفرانس کې د ګډون او د قزاقستان له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره د دغه هېواد الماتا ښار ته ولاړ.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د حکومتي او خصوصي سکټور د یوه ګډ پلاوي په مشرۍ نن ماسپښین د قزاقستان الماتا ښار ته روان شو.
سرچينې زياته کړې: «د هېواد د حکومتي او خصوصي سکټور د پلاوي د سفر موخه په هغه هېواد کې د افغاني محصولاتو او توليداتو په نندارتون او سوداګريز تواصل کنفرانس کې ګډون او د دغه هېواد له چارواکو سره رسمي، سوداګریزې او نورې ناستې دي.»
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه سفر کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره د حکومتي مسوولینو او خصوصي سکټور ٢٥٠ غړي او افغان سوداګر مل دي.
ټاکل شوې چې د افغان – قزاق ګډ نړۍوال نندارتون د روانې تلې مياشتې په ۲۸مه د څلورو ورځو لپاره د قزاقستان په الماتا ښار کې جوړ شي، په دغه نندارتون کې به افغان سوداګر او متشبثين په ۶۷ غرفو کې بېلابېل افغاني محصولات او تولیدات نندارې وړاندې کړي.