Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بنګله‌دېش د مخکېنۍ لومړۍ وزیرې د نیولو‌ حکم صادر شو

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۳): د بنګله‌دېش نړۍوالې جنايي محکمې د دغه هېواد د مخکېنۍ ‎لومړۍ وزیرې شیخ‌ حسینې چې دا مهال په هند کې ده، د نیولو حکم صادر کړ.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د بنګله‌دېش نړۍوالې جنایي محکمې پرون (پنجشنبه) د دغه هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ‌ حسینې چې دا مهال په هند کې ده، د روان کال په لومړیو کې په بنګله‌دېش کې د تاوتریخ‌جنو لاریونونو په ترڅ کې په ډله‌ییزو وژنو کې د لاس لرلو په تور د هغې د نیولو حکم کړی دي.

په راپور کې راغلي، دغه لاريونونه چې د محصلينو په مشرۍ په دولتي سکټور کې د کاري فرصتونو د ونډې په غبرګون کې د یوه غورځنګ په توګه ‎پيل شول، په ۱۹۷۱ کال کې د بنګله‌دېش له خپلواکۍ وروسته پر تر ټولو خونړیو ورانکارو لاریونونو بدل شول چې په پايله کې يې څه باندې ۷۰۰ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.

دغه تاوتریخ‌جن لاریونونه د دې لامل شول څو شیخ ‌حسینه چې ۱۵ کاله واک کې پاتې شوې وه، د اګست په پنځمه هند ته وتښتي او په بنګله‌دېش کې د سولې د نوبل جایزې ګټونکي محمد یونس په مشرۍ یو موقت حکومت رامنځته شو.

د رویټرز په راپور کې ارغلي، محکمې د شیخ‌ حسینې په ګډون د لاریون‌والو په دله‌ییزو وژنو کې د لاس‌ لرلو په تور د لږ تر لږه ۵۰ کسانو د نیولو حکم صادر کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.