Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرنې سرپرست وزیر: ا.ا ته د ځنګلونو ساتنه او پالنه لومړیتوب لري

د کرنې سرپرست وزیر: ا.ا ته د ځنګلونو ساتنه او پالنه لومړیتوب لري

author avatar
19 Oct 2024 - 17:42
د کرنې سرپرست وزیر: ا.ا ته د ځنګلونو ساتنه او پالنه لومړیتوب لري
author avatar
19 Oct 2024 - 17:42

پل‌علم (پژواک، ۲۸  تله ۱۴۰۳): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې ویلي چې اسلامي امارت ته د ځنګلونو ساتنه او پالنه لومړیتوب لري او ولس هم باید په دغه برخه کې همکاري وکړي.

عمري د لوګر ولایت مقام کې جوړې شوې یوې غونډ ته وویل، اسلامي امارت په ټول توان سره هڅه کوي څو د هیواد په کچه د ځنګلونو د وهلو او قاچاق بشپړ مخنیوی وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «اسلامي امارت ته د ځنګلو ساتنه او پالنه لومړیتوب لري او په دې برخه کې د ولس مرسته هم اړینه ده.»

د کرنې سرپرست وزیر د لوګر ولایت سیمه‌ییزو چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې په دغه ولایت کې د ځنګلونو غیرقانوني وهلو او قاچاق مخنیوی وکړي او د ځنګلونو د ودې او پراختیا لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

بلخوا، د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني وویل، د ریاست الوزرا د پرېکړې له مخې دغه ولایت کې د ځنګلونو وهلو مخنیوي کمېټه فعالیت لري او ولایتي اداره ژمنه ده چې له یادې کمېټې سره د ځنګلونو د وهلو او قاچاق مخنیوي برخه کې بشپړه همکاري وکړي.

مدني همدارنګه وویل، د ځنګلونو ساتنه او پالنه نه یوازې د حکومت دنده ده، بلکې ولسي وګړي په ځانګړي توګه قومي مشران هم په دې برخه کې اغېزمن رول لرلی شي.

باید وویل شي چې د ریاست‌الوزرا د پرېکړې له مخې، هیواد کې د ځنګلونو وهلو او قاچاق د مخنیوي لپاره د کرنې او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ یوه کمېټه جوړه شوې ده چې د کورنیو چارو وزارت په ګډون یو شمېر مهمې ادارې یې غړیتوب لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.