Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې څلور کانالونه جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شول

فراه کې څلور کانالونه جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شول

author avatar
19 Oct 2024 - 16:06
فراه کې څلور کانالونه جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شول
author avatar
19 Oct 2024 - 16:06

فراه ښار (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۳): په فراه کې د ۱۴۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت څلور کانالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د فراه ښار اړوند په ریګي، مروارید یو، مروارید دوه او په میانجو کليو کې څلور کانالونه جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شول.

سرچینه وايي چې دغه کانالونه د ۱۴۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د کرنې ریاست تر چتر لاندې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې په همکارۍ په څلورو میاشتو کې جوړ شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو کانالونو جوړولو پر مهال ۱۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

د یادونې ده، دغه کانالونه به ۴۷۶ هکټاره ځمکه خړوبه کړي.

دغه راز، د سیمې یوه اوسېدونکي عبدالروف پژواک ته وویل چې مخکې یې هم په سیمه کې کانال موجود و خو اوس یې ورته سنګاري کړی دی.

هغه وايي چې د دغو کانالونو په جوړېدو سره به تر ډېره د دوی په سیمه کې د کروندو د اوبو د کمښت ستونزه حل شي.

د یادو سیمو اوسېدونکي دا هم وايي چې مخکې به د اوبو پر سر د خلکو ترمنځ ستونزې پیدا کېدې خو اوس ورته دروازې لګول شوې او هر څوک به په خپل نوبت اوبه ترلاسه کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.