ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د سلګونو ځوانانو ترمنځ د سيرت‌النبي سیالۍ ترسره شوې

لوګر کې د سلګونو ځوانانو ترمنځ د سيرت‌النبي سیالۍ ترسره شوې

author avatar
19 Oct 2024 - 17:39
لوګر کې د سلګونو ځوانانو ترمنځ د سيرت‌النبي سیالۍ ترسره شوې
author avatar
19 Oct 2024 - 17:39

پل‌علم (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۳): د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ۵۰۰ ځوانانو ترمنځ د سيرت النبي (ص) سیالۍ ترسره شوې.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ريیس رفیع‌الله صمیم جوړې شوې غونډې ته وویل، په دې سیالیو کې د مرکز پل‌علم او ولسوالیو د ښوونځيو، دیني مدرسو او پوهنتون سلګونه زده‌کوونکو ګډون کړی دی.

نوموړي زیاته کړه: «د سیرت النبي (ص) سیالۍ په دوو ورځو کې په مرکز پل‌علم کې ترسره شوې چې موخه یې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) له ژوند او کارنامو سره د ځوانانو ښه بلدتیا او کتاب او مطالعې ته د ځوانانو رابلل وو.»

د صمیم په وینا، له دې وړاندې هم د لوګر په ازرې، خروار، څرخ او خوښۍ ولسوالیو کې له سلګونو ځوانانو د سيرت النبي (ص) ورته ازموینې اخيستل شوې دي.

د سیرت النبي دغه سیالۍ په لوګر د یتیمانو بنسټ په همکارۍ ترسره شوې.

د دغه بنسټ یوه استازي محمد عارف ستانکزي وویل، د یادې ازموینې له ګډونوالو څخه ۱۶ کسانو بشپړې نومرې ترلاسه کړې دي.

هغه وویل چې دغو ۱۶ کسانو ته د کمپيوټر سربېره بېلابېلې ارزښت لرونکې ډالۍ هم ورکړل شوې.

د دغو سیالیو یوه ګډونوال روح الله پژواک ته وویل، خوښ دی چې په یاده ازموینه کې یې بشپړې نومرې ترلاسه کړي دي.

ده وویل، د داسې ازموینو جوړیدو سره به د ځوانانو لېوالتیا له کتاب او مطالعې سره ډېره شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.