Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د یوه سړي د قتل په تور د هغه مېرمن او یو بل کس نیول شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۳): د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې یو کس وژل شوی چې په تړاو یې د هغه مېرمن او یو بل کس نیول شوي دي.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد پژواک ته وویل چې پولیسو د جلال‌اباد ښار اوومې ناحیې مربوطاتو کې د یوې مېرمنې په ګډون دوه کسان د قتل په تور نیولي دي.

د حماد د معلوماتو له مخې، نیول شوې مېرمن د وژل شوي کس ښځه ده چې له واده مخکې یې له قاتل سره نامشروع اړیکې درلودې او په ګډه يې د هغه د وژلو پلان جوړ کړی و.

ده زیاته کړې، نیول شوي کسان اوس مهال په یاده اداره کې تر پوښتنو لاندې دي او وروسته به رسماً عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.