غزنيښار (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۳): د غزني د بدني روزنې او ورزش مسوولین وایي چې د دغه ولایت د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش مسوول حاجي بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د دغه ولایت د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
هغه زیاته کړه، دغه سیالۍ په دوو رشتو سانډا او تالو برخو کې ترسره شوې چې ۳۲ کسان د سانډا او اته د تالو برخه کې د غزني ولایتي لوبډلې لپاره انتخاب شول.
بل لور ته، لوبغاړي هم د دغو سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دي.
یوه لوبغاړي یاسین پژواک ته وویل چې د دغو سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دی خو زیاتوي چې د تمرین لپاره امکانات نه لري.
ده وویل: «په نشت امکاناتو تمرینات کوو، هیله لرم چې زموږ هر څه سم شي څو په نړۍوالو لوبو کې برخه واخلم او افغانستان ته ویاړونه راوړم.»
د یادونې ده، دوه ورځې مخکې هم په غزني کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال یو میاشتۍ سیالۍ پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP