غزنيښار (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې له پخوا پاتې یوه لاسي بم چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او د یوه ماشوم په ګډون درې کسان ټپیان دي.
د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ ناوخته د قرهباغ ولسوالۍ د مهوردار کلي په یوه کرونده کې له پخوا پاتې یوه نارنجک چاودنه کړې ده.
هغه وايي چې په دې پېښه کې درې ماشومان وژل شوي او یو ماشوم او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
نوموړي وویل: «پېښه هغه مهال شوې چې دغو خلکو او ماشومانو له ځمکې کچالو را ایستل او په همدې حال کې بېلچه پر نارنجک ور برابره شوې او چاودنه یې کړې ده.»
ده زیاته کړه، امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته ورغلي، ټپیان یې لومړی د قرهباغ ولسوالۍ روغتون ته انتقال کړي او له هغه وروسته یې د غزني ښار روغتونونو ته لېږدولي او تر درملنې لاندې دي.
د یادونې ده، دوه میاشتي مخکې هم د غزني د قرهباغ ولسوالۍ په نکوردک کلي کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې پنځو ماشومان ته مرګژوبله اړولې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP