کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې مالدیف ته درې پر صفر ماته ورکړه.
د افغانستان او مالدیف ترمنځ سیالي نن ماسپښین په ازبکستان کې ترسره شوه.
د مرکزي اسیا د والیبال ټولنې نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې افغانستان مالدیف ته درې پر صفر ماته ورکړه.
دغه راز، افغانستان له دې مخکې په یادو سیالیو کې دوه لوبې ترسره کړې وې چې دواړه یې بایللې وې.
د یادونې ده، د مرکزي اسیا والیبال سیالۍ په ازبکستان کې روانې دي چې په کې د افغانستان په ګډون د تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، مالدیف، نیپال، سریلانکا او بنګلهدېش لوبډلې برخه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP