جلالاباد (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۳): د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار په نهمه ناحيه کې د ۳۷ ميليون افغانيو په لګښت د سړک جوړولو د دوو پروژو چارې پيل شوې.
مسوولين وايي، د دغو پروژو لګښت د ښاروالۍ له داخلي عواېدو ورکول کېږي چې چارې به يې په څلورو مياشتو کې بشپړې شي.
د دغو پروژو پرانیسته نن د نهمې ناحیې اړوند خوشګنبد سيمه کې د جلالاباد ښاروالۍ مسوولينو او ځایي خلکو له خوا وشوه.
په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د جلالاباد ښاروال مولوي نقيبالله طارق وويل چې د جلالاباد ښاروالۍ د داخلي عوايد پرمټ د ۳۷ ميليون افغانيو په لګښت د سړک جوړولو د دغو دوو پروژو چارې پيل شوې.
هغه زيات کړه، په دغو پروژو کې دوه اعشاريه يو کیلومتره سړک چې ۹ متره پلنوالی لري، ۱۶ پلچکونه ۱۸۶۰ متره ویالې، ۲۵۷۰ متره د سړک غاړې سنګ کارې او نورو اړین کارونه په کې شامل دي، کانکرېټ او په اساسي ډول جوړېږي.
د جلالاباد ښاروال د سيمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې د پروژې په غوره تطبیق کې دې له ښاروالۍ سره همکارې وکړي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، د جلالاباد ښار اړوند نهمه ناحيه نوې رامنځته شوې ده او تر ډېره يې اوسېدونکو ته د ښاري اسانتياوو اړوند خدمات نه دي برابر شوي.
د سيمې يوه قومي مشر ملک عصمتالله حليمي له ښاروالۍ غوښتنه وکړه چې بايد دې ناحیې ته پاملرنه ډېره شي او د بیارغونې پروژې په کې ډېرې تطبيق شي.
د جلالاباد ښاروالۍ مسوولین وايي، هڅه کوي چې د جلالاباد ښار ټولو ناحيو ته يو شان انکشافي پروژې ورکړي او د ټولو ناحيو اوسېدونکو ته د اوسېدو ښه ښاري شرايط برابر کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP