ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځوانانو اسیا جام سیالۍ؛ افغان ابدالیان لوبډلې بنګله‌دېش الف لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ځوانانو اسیا جام سیالۍ؛ افغان ابدالیان لوبډلې بنګله‌دېش الف لوبډلې ته ماتې ورکړه

author avatar
20 Oct 2024 - 22:34
د ځوانانو اسیا جام سیالۍ؛ افغان ابدالیان لوبډلې بنګله‌دېش الف لوبډلې ته ماتې ورکړه
author avatar
20 Oct 2024 - 22:34

کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د کرکټ الف (افغان ابدالیان) لوبډلې د ځوانانو په اسیا جام سیالیو کې بنګله‌دېش الف لوبډلې ته د څلور ویکټو په توپير ماتې ورکړه.

کرکټ کې د ځوانانو اسیا جام سیالۍ چې دا مهال په عمان کې دوام لري، افغان الف لوبډلې نن شپه په خپله دویمه لوبه کې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه.

د سیالۍ بچه افغان لوبډل‌مشر دروېش رسولي وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو شلو اوورونو کې مقابلې لوبډلې ۱۶۴ منډې وکړې.

په مقابل کې یې افغان لوبغاړو یاد هدف د شلم اوور په لومړي بال پوره کړ او لوبه یې په خپل نوم کړه.

 په توپ‌وهنه کې د افغانستان په ګټه صدیق‌الله اتل په ۵۵ بالونو سره د پنځو شپږیزو او نهو څلوریزو په مټ ۹۵ ناسوځېدلې منډې وکړې چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په توپ‌اچونه کې بیا د افغانستان لپاره بلال سمیع، قیس‌احمد، کریم ‌جنت او شرف‌الدین اشرف یوه – یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادونې ده، افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۲مه نېټه له هانګ‌کانګ سره ترسره کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.