بامیان (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۳): ستره محکمه وایي، په بامیانو ولایت کې دوو تورنو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د بامیان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې په حکم د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته چې پرزنا متهم وو د مرافعه محکمې په انګړ کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچېنې لیکلي، ښاري ابتدائیه محکمې د یادو کسانو له ډلې مجرمه په پنځه میاشتې تنفیذي بند او ٣٥ دُرو او مجرم په یو کال تنفیذي بنداو ۳۵ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.
خبرپاڼه کې راغلي، د تعزیري سزا دغه حکم د سترې محکمې مقام له تائید وروسته پر متهمینو تطبیق شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP