ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر: د خصوصي ښوونځیو ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې شي

مولوي عبدالکبیر: د خصوصي ښوونځیو ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې شي

author avatar
21 Oct 2024 - 20:59
مولوي عبدالکبیر: د خصوصي ښوونځیو ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې شي
author avatar
21 Oct 2024 - 20:59

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۳): د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خصوصي ښوونځیو اتحادیې له استازو سره په لېدنه کې ویلي، ا.ا په هېواد کې له خصوصي سکتور ملاتړ کوي او ډاډ یې ورکړی چۍ د خصوصي ښوونځیو پر وړاندې شته ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې شي.

د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي، د د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د افغانستان د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې د رئیس قاضي غلام سخي په مشرۍ د کابل ولایت د خصوصي ښوونځيو د اتحادیې له مسوولینو سره وکتل.

د خصوصي ښوونځیو مسوولینو په دغه لېدنه کې ویلي، دا مهال په افغانستان کې ۳۷۵۰ خصوصي ښوونځي فعالیت لري، چې څه باندې یو نیم میلیون زده کوونکي پکې په زده په کړو بوخت دي.

دوی وویلي، خصوصي ښوونځي د اسلامي امارت تر چتر لاندې د پوهنې له وزارت سره اوږه پر اوږه ولاړ او  له سیاسي موخو پرته د هېواد د بچیانو د روزنې مسوولیت پر غاړه لري.

خبرپاڼه کې راغلي، د یادې اتحادیې مسوولینو د خصوصي ښوونځيو اړوند ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت په هېواد کې د خصوصي سکتور ملاتړ کوي.

سیاسي مرستیال ډاډ ورکړی چې د خصوصي ښوونځیو پر وړاندې شته ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.