ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عزیزي: نړۍوال دې د افغانستان تاریخي ابداتو بیارغونه او خوندیتوب کې رغنده ونډه واخلي

عزیزي: نړۍوال دې د افغانستان تاریخي ابداتو بیارغونه او خوندیتوب کې رغنده ونډه واخلي

author avatar
21 Oct 2024 - 11:15
عزیزي: نړۍوال دې د افغانستان تاریخي ابداتو بیارغونه او خوندیتوب کې رغنده ونډه واخلي
author avatar
21 Oct 2024 - 11:15

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او کلتور مرستیال له یوناما غوښتي چې په ولایتونو او ولسوالیو کې د عامه کتابتونونو ودانیو جوړولو، ډیجیټل سیسټم او ګرځنده کتابخونو رامنځته کولو او د هغو د تجهیز برخو کې له دغه وزارت سره مرسته وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پرون پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ (یوناما) له مشرې روزا اوتونبایوا، د اروپایي ټولنې، یونیسف او یونسکو له چارواکو سره ولیدل.

عزیزي په افغانستان کې د عامه کتابتونونو او هنرستان ریاست د فعالیتونو په اړه وویل، په تېرو ۲۰ کلونو کې د عامه کتابتون او هنرستان ریاستونو ته هیڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.

هغه زیاته کړه، عامه کتابتون په ټول هېواد کې تر ۹۰ ډېرې څانګې لري او هره ورځ سلګونه خلکو ته خدمات وړاندې کوي، خو دا بسنه نه کوي.

عزیزي د یوناما له مشرې غوښتي چې په ولایتونو او ولسوالیو کې د عامه کتابتونونو ودانیو جوړولو، ډيجیټل سیسټم او سیارو کتابخونو رامنځته کولو او تجهیز برخو کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره مرسته وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال دغه راز د یوناما له مشرې سره د افغانستان د تاریخي ابدو، لرغونو او کلتوري سیمو خوندیتوب او استحکام، د تاریخي اثارو قاچاق او ناقانونه کيندنو مخنیوي په اړه خبرې کړې دي.

عتیق‌الله عزیزي له نړۍوالو غوښتي چې د افغانستان د تاریخي ابداتو په بیارغونه، ساتنه او د کارمندانو په روزنه کې ورسره رغنده ونډه واخلي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ مشرې ویلي: «په افغانستان کې د سواد زده‌کړې یوه مهمه او حیاتي موضوع ده، زموږ د معلوماتو له مخې، تر پنځه میلیونه ډېر ماشومان اوس هم زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.»

هغې ویلي، یوناما په پام کې لري چې په افغانستان کې د بشري مرستو ترڅنګ د سواد زده‌کړو، عامه کتابتونونو او هنرستان برخو کې هم همکاري وکړي او د کتاب لوستنې یو ملي کمپاین ترسره کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.