کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې افغان – قزاق نړۍوال نندارتون پرون د قزاقستان په الماتا ښار کې پرانیستل شو.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن پر اېکسپاڼه لیکلي چې د قزاقستان په الماتا ښار کې د افغاني محصولاتو او تولیداتو نندارتون پرون د دغه وزات د سرپرست نورالدین عزیزي او د قزاقستان د صدراعظم سریک ژومانګارین له لوري پرانیستل شو.
سرچینې لیکلي، عزیزي د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې له قزاقستان او د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې په سیمه کې د افغانستان د صادراتو د ودې او باکیفیته افغاني محصولاتو او تولیداتو ته د اسانه لاسرسي زمینه برابره کړي.
هغه ویلي: «د نندراتون جوړېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ او سکټوري اړیکو مثبت اغېز کوي.»
سرچیني زیاته کړې، د دغه وزارت سرپرست له «خارګوس» بندره - چې د چين او قزاقستان ترمنځ پر پوله موقعیت لري او دغه راز د چين د يوه کمربند او يوې لارې لويه پروژه هم له همدې سيمې تېرېږي او د اروپا له براعظم سره وصل کېږي – هم لیدنه وکړه.
افغان – قزاق ګډ نړۍوال نندارتون د څلورو ورځو لپاره د قزاقستان په الماتا ښار کې جوړ شوی چې د افغان سوداګرو او متشبثینو له لوري په ۶۷ غرفو کې بېلابېل افغاني محصولات او تولیدات په کې نندارې ته اېښودل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په یاد نندارتون کې د ګډون په موخه د روانې تلې په ۲۷مه د ۲۵۰ افغان سوداګرو او متشبثينو په ملتیا دغه هېواد ته تللی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP