کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۳): افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، کابل ښار کې د سترګو د ناروغانو وړیا درملنه سبا پیلېږي او یوولس ورځې به دوام وکړي.
یاد بنسټ نن (دوشنبه، د تلې ۳۰مه) په یوې اطلاعیه کې لیکلي، سبا د «بصر خیریه بنسټ» د سترګو ډاکټران د «ملک سلمان خیریه مرکز» په مالي مرسته په کابل ښار د افغاني سرې میاشتې په مرکزي روغتون کې په وړیا ډول د پرمختللو تجهیزاتو په مرسته د سترګو د عملیاتو (phaco) او درملنې خدمتونه کې پیلوي.
سرچینې لیکلي، یاد پروګرام به د روان کال د لړم میاشتې تر یوولسمې نېټې ودام ولري.
په یاده اطلاعیه کې د سترګو له ناروغانو غوښتل شوي چې په ټاکل شوي وخت د افغاني سرې میاشتې مرکزي روغتون ته مراجعه وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن