کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د برېکس سرمشریزه د «عادلانه نړۍوالې پرمختیا او امنیت لپاره د هېوادونو ترمنځ د همغږي لا پیاوړي کول» تر عنوان لاندې د روسیې په کازان ښار کې پیلېږي.
برازیل، روسیه، هند، چین او سوېلي افریقا د برېکس اصلي غړي دي، خو کېدای شي سعودي عربستان، ایران، عربي متحده امارات، ارجنټاین، اتیوپي او مصر هم رسماً د دغه اقتصادي فورم غړي شي. دغه راز لسګونو نورو هېوادونو هم لېوالتیا ښودلې چې له دغه اقتصادي بلاک سره یو ځای شي.
د بيبيسي د راپور له مخې، دغه سرمشریزه نن د روسیې د تاتارستان مرکز کازان ښار کې پیلېږي او دوه ورځې به دوام ولري.
د راپور له مخې، ټاکلې شوې د چین ولسمشر شي جېنپېنګ، د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم په کې ګډون وکړي.
په راپور کې راغلي، دغه ټولنه په دې نیت جوړه شوه چې د نړۍ د لویو مخ پر ودې هېوادونو سیاسي او اقتصادي ځواک سره یو ځای شي چې په نړۍوال اقتصاد او سیاست کې د لوېدیځ د بډایو هېوادونو رول او نفوذ چلینج کړي.
سرچینې لیکلي، دغه ټولنه خپلې مهمې پرېکړې په خپله کلنۍ سرمشریزه کې کوي او یو غړی يې هر کال پړاوییزه مشري په غاړه اخلي چې دا ځل يې کوربهتوب د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين کوي.
راپور زیاتوي، د سږنۍ غونډې موضوع د «عادلانه نړۍوالې پرمختیا او امنیت لپاره د هېوادونو ترمنځ د همغږي لا پیاوړي کول» دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د روانې تلې میاشتې په پنځمه ویلي وو چې د سرپرست حکومت یو پلاوی غواړي د برېکس په سرمشریزه کې ګډون وکړي.
خو د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د تلې په ۱۴مه ویلي وو چې د برېکس په ناسته کې د اسلامي امارت د استازو د ګډون بلنه د برېکس د غړو هېوادونو له نظر سره تړلې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP