مزارشریف (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د عدلیې وزارت وايي چې د بلخ په مرکز مزارشریف ښار د شادیانو دښتې سیمه کې د اړوند سندونو او مدارکو د څېړنې پایله کې د دې سیمې څه باندې ۱۰۳۵ جریب ځمکه امارتي تثبیت شوه.
د عدلیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په مزارشریف ښار دشت شادیانو نساجۍ سړک سیمه کې د ۱۰۳۵،۵ جریب ځمکه د اړوندو سندونو او مدارکو په بررسۍ سره پرېکړه وکړه چې ځمکه امارتي ده.»
خبرپاڼه زیاتوي چې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له دې مخکې په مزارشریف ښار کې د یادې ځمکې موضوع بررسي کړې او د ځمکې د متصرفینو د نهقناعت له امله یې موضوع رسماً د بلخ زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسیدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.
خبرپاڼه دغه راز وایي چې یادې محکمې د سندونو او مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او د متصرف د وړاندې شوو سندونو په اړه له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو په اخیستلو سره، دا سندونه معتبر و نهبلل او پرېکړه یې وکړه چې یاده ځمکه امارتي ده او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون ته دې وسپارل شي.
عدلیې وزارت ویلي، د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شوو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه دی چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون په همدې منظور رامنځته شوی دی.
سرچینه زیاتوي، دا کمېسیون مسؤولیت لري څو امارتي (سلطاني)، عامه مرعي او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو څخه استرداد کړي او دا بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.
د یادونې ده، تر دې مخکې هم د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د خالد ابن ولید ښارګوټي ۲۷۶۱ ځمکه امارتي تثبیت شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP