Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالکبیر ځوانانو ته د کار موندنې او د کډوالۍ پر مخنیوی ټینګار کړی

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له رییس سره ځوانانو ته د کار موندنې او بهرنیو هېوادونو ته د هغوی د کډوالۍ پر مخنیوي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت ملت ته خدمت خپل مسؤولیت بولي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له سرپرست مولوي غلام‌حیدر شهامت او مل پلاوي سره وکتل.

شهامت په دغه لیدنه کې ویلي، یاده اداره د یوې نوښتګرې او کار پنځونکې ادارې په توګه هوډ لري، مسلکي زده‌کړې اعتبار لرونکې، باثباته او د اوسنیو شرایطو د غوښتنو مطابق مدیریت کړي او ښوونیز نظام ته د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې پراختیا ورکړي.

هغه ویلي،‎ یاده اداره په هېواد کې ۳۷۷ مرکزونه لري چې په ۱۱۱ بېلابېلو حرفوي او اساسي څانګو کې د ټولنې او بازار د اړتیا سره سم مسلکي او ماهر کاري ځواک روزي؛ دا مهال په کې اتیا زره کسان پر زده‌کړو بوخت دي.

ده ویلي، تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره هڅه کوي په کمه موده کې له حرفوي او تخنیکي زده‌کړو فارغ مسلکي کسان د کاربازار ته وړاندې کړي چې له یوې خوا به په افغانستان کې مسلکي کسانو ته د زده‌کړو او کار زمینه برابره او له بلې خوا به د افغان ځوانانو د کډوالۍ مخه ونیول شي.

خبرپاڼه کې راغلي، نوموړي د دې ادارې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ملي کنفرانس د جوړېدو غوښتنه یې وکړه.

ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت د ټولو دولتي او خصوصي ادارو ملاتړ کوي او ټول ملت ته خدمت خپل مسؤولیت بولي.

سیاسي معاونیت لیکلي، مولوي عبدالکبیر په هېواد کې ځوانانو ته پر کارموندنې او د افغان ځوانانو د مهاجرت پر مخنیوي ټینګار وکړ او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د فعالیتونو د لا ګړندیتوب او بهبود په موخه یې شهامت ته ځینې لارښوونې هم وکړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.