Language

ټاکل شوې پوتین او ګوترېش د اوکراین او منځني ختیځ په اړه خبرې وکړي

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): ټاکل شوې د برېکس سرمشریزې په پای کې د روسیې ولسمشر د ملګرو ملتونو له عمومي سرمنشي سره په منځني ختیځ کې د کړکېچ، د اوکراین وضعیت او ځینو نړۍوالو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

د برېکس په نوم د برازیل، روسیې، هند، چین او سوېلي افریقا ټولنې، سرمشریزه نن سه شنبه د روسیې د تاتارستان جمهوریت په مرکز کازان کې پیلېږي چې دوه ورځې به دوام وکړي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، کرملین ویلي، ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د همدې راتلونکې پنجشنبې په ورځ د اوکراین جګړې په هکله د ملګرو ملتونو له عمومي سرمنشي انټونیو ګوترېش سره وغږیږي.

په راپور کې راغلي، پوتین او ګوترېش به د ملګرو ملتونو فعالیتونو ترڅنګ په منځني ختیځ کې د کړکېچ، د اوکراین وضعیت او نورو نړۍوالو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړي.

ملګرو ملتونو له پوتین سره د ګوترېش د لیدنې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو د یاد سازمان د ویاند مرستیال فرحان حق په نیویارک کې خبریالانو ته یوازې همدومره ویلي چې انټونیو ګوترېش به د برېکس په غونډه کې ګډون وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.