Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یونما په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو د ورکړې لړۍ پیلوي

یونما په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو د ورکړې لړۍ پیلوي

author avatar
22 Oct 2024 - 18:28
یونما په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو د ورکړې لړۍ پیلوي
author avatar
22 Oct 2024 - 18:28

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېته ۱۴۰۳): د افغانستان لپاره د م.م د سرمنشي ځانګړې استازې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال سره په لېدنه کې ویلي، یوناما به په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي ‎ مولوي عبدالکبیر نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا او مل پلاوي سره وکتل.

اوتنبایوا په دغه لېدنه کې ویلي، له افغانستان څخه بهر یې د خپل وروستي سفر په لړ کې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو او بنسټونو د مرستو راجلبولو په هکله خبرې کړي چې یوناما د راتلونکي ژمي د اړتیا وړ مرستو یوه برخه ترلاسه کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلی، اوتنبایوا د افغانستان د کرنیزو صادراتو پر وړاندې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د پولو تړل د افغان بزګرانو پر زیان وبلل او زیاته یې کړه، اسلامي امارت دې له اړوندو هېوادونو سره خبرې وکړي، یوناما هم ددغو ستونزو د حل هڅې کوي.

سرچېن ېلیکلي، نوموړې په کابل کې وروستي سوداګریز نندارتونونه د افغان محصولاتو د معرفي کېدو لپاره ارزښتمن وبلل وې ویل، په نږدې راتلونکي کې به یوناما په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت په افغانستان کې د یوناما ماموریت مهم ګڼي.

هغه ویلي، له نشه یې توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون طرزالعمل کارونه به ژر بشپړ شي.

سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت د اسلامي اصولو پر بنسټ خپلې چارې پر مخ وړي، که چیرې له کوم لوري سره اندېښنه وي اسلامي امارت په هغه اړه ورسره خبرې کولای شي او  همداراز دې یوناما د یو شمېر مسائلو په هکله مسؤلانه چلند وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.