مهترلام (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې یې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني حل کړې ده.
د لغمان ولایت د قرغیو ولسوال قاري ذاهدالله فاتح پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې ولسوالۍ اړوند امبېړ سیمه کې یې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ څلویښت کلنه دښمني حل او فصل کړې ده.
د ولسوال په خبره چې د یادې دښمنۍ پر مهال له دواړو خواوو څخه څلور تنه وژل شوي وو او درې کسان نور ټپیان شوي وو چې له دې وروسته به د ورورۍ په فضا کې ژوند کوي.
ورته مهال، د دواړو کورنیو غړي او مشران له قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځايي مسوولینو څخه مننه کوي چې د دوی دښمني یې ختمه کړه.
کاتب خان چې په یاده دښمني کې یې د کورنۍ دوه غړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي، وویل، مادي او معنوي زیان یې لیدلی او اوس خوښ دی چې د قومي مشرانو او ولسوال په منځګړیتوب یې دښمني پای ته ورسېده.
د هغه په خبره، پخوا به یې په وېرې او ډار سره شپې او ورځې تېرولې، خو اوس ځان نیکمرغه ګڼي چې له څلویښت کلنې دښمنۍ وروسته د ارام ساه اخلي.
دغه راز، ۵۰ کلن خیاليګل چې د عمر ډېره برخه یې په دې دښمنۍ کې تېره شوې، وايي، په دښمنۍ کې له شر پرته خیر نشته او پر نورو یې هم غږ وکړ چې په هر حال کې له زغم او حوصلې کار واخلي.
هغه وویل، د دښمنۍ پر مهال یې دوه ترونه وژل شوي، اولادونه یې هم له زدهکړو څخه بېبرخې شوي، کور، کلی او ځمکې ورڅخه پاتې شوې او له ګڼو نورو ستونزو سره یې شپې سبا کړې دي.
د یادونې ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره د هېواد په ډېرو سیمو کې د دغه ډول دښمنیو د له منځه وړلو هڅې پیل شوې چې تر دې مهاله یې سلګونه قضیې حل شوې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن