Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې یو شمېر خلک: د ډله‌ییزو ودونو په ترویج سره په ټولنه کې ناسم دودونه له منځه تلای شي

بامیان (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۳): د بامیان یو شمېر اوسېدونکي په ټولنه کې د ودونو مراسمو پر لوړو لګښتونو او ناسمو دودونو اندېښنه څرګندوني او وايي چې د ډله‌ییزو ودونو ترویج د واده لګښتونو راکمېدو کې اغېزناک تمامېدای شي.

د هغوی په وینا، بامیان ولایت کې ناسم دودونه او رواجونه له منځه نه دي تللي او دا چاره د ځوانانو پر وخت د واده کولو پر وړاندې لوی خنډ دی.

د بامیان د مرکز اړوند د جګرخېل کلي یوه مخور کریم رسولي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ډله‌ییزو ودونو دودېدل کولای شي په ودونو کې د لګښتونو کمېدو لپاره مناسب بدیل شي.

د هغه په باور، ډېری ځوانان د سختې بې‌وزلۍ او بېکارۍ له امله د ډېرو لګښتونو پوره کولو وس نه لري څو په مناسب وخت کې واده وکړي او کورنۍ تشکیل کړي.

نوموړي وویل، که په ټولنه کې ډله‌ییز ودونه دود شي، یاده موضوع به د بې‌ځایه لګښتونو د کمېدو او د واده په مراسمو کې د ناسمو دودونو د له منځه تلو لامل شي او ځوانانو ته به د واده لپاره زمینه برابره شي.

د بامیان ولایت د مرکز اوسېدونکی علي کریمي وايي چې ناسم او سخت دودونه د ډېرو ټولنیزو ستونزو لامل شوي دي.

د هغه په وینا، ډېری ځوانان په ودونو کې د ناسمو دودونو او بې‌ځایه لګښتونو له امله نه شي کولای پر وخت ودونه وکړي او کورنۍ جوړې کړي.

د هغه په باور، دغه موضوع د دې لامل شوې څو ځوانان له ټولنیزو ستونزو سره مخ شي.

هغه څرګنده کړه چې په اوسنیو شرایطو کې ډله‌ییز ودونه کولای شي ځیني دغه ناسم دودنه له منځه یوسي او ځوانانو ته د ودونو کول اسانه شي.

دا په داسې حال کې ده، ځیني ځوانان چې له کلونو راهیسې کوژدن پاتې دي، لوړ لګښتونه د واده مراسم نیولو پر وړاندې خنډ بولي.

د بامیان اړوند د زرګران کلي اوسېدونکی غلام‌حسین وايي: «د کوژدې مې له دوو کلونو ډېر وخت تېرېږي، د اقتصادي ستونزو او ډېرو لګښتونو له امله مې ونه شو کړای واده وکړم.»

هغه څرګنده کړه، د کوژدې، اختري وړل، واده، د سروزرو اخیستل، مخ لیدنې، ولور او نور مراسم هغه څه دي چې د ځوانانو د ودونو مخه یې نیولې ده.

ورته مهال، په ودونو کې لوړ او ډېر لګښتونه د علماوو او ټولنیز فعالینو له نظره د اسلامي ارزښتونو خلاف دي او ټولنیزې ستونزې رامنځته کوي.

د بامیان مرکز کې یو دیني عالم علي جمعه رضواني په دې اړه وايي چې په اسلام کې یوازې یوه اندازه ولیمه او مهر چې د دواړو خواوو رضایت په کې وي، جایز دي.

د هغه په باور، د اسلام له نظره تر ټولو ښه واده له مادي او معنوي اړخه تر ټولو ساده واده دی او اوس بېلابېلو مراسمو کې چې لګښتونه کېږي، د شریعت خلاف دي.

بامیان کې ټولنیز فعال عبدالحمید نجفي وايي، په هره اندازه چې په ټولنه کې ناسمو دودونه ترویج شي په هماغه اندازه ټولنیزې ستونزې هم ډېرېږي.

د هغه په وینا، په ودونو کې لوړ لګښتونه او ناسم دودونه د اسلامي ارزښتونو خلاف دي او په ټولنه کې منفي پایلې لکه له کوره د تېښتې، ناقانونه کډوالۍ، اخلاقي فساد ته مخه کول، پر نشه‌يي توکو روږدي کېدل او په لسګونو نورې ستونزې رامنځته کوي.

ورته مهال، د بامیان د ځايي ادارې مسوولین هم په ودونو کې ډېر لګښتونه د شریعت خلاف عمل بولي او وايي، د ناسمو دودونو د له منځه وړلو لپاره اغېزناک فعالیتونه ترسره شوي دي.

د بامیان د حج او اوقافو رییس مولوي محمدحنیف حنفي وویل چې په ودونو کې ولور او نور لګښتونه د اسلام د احکامو خلاف کار دی او هیڅ دیني اړخ نه لري.

نوموړي زیاته کړه، د حج او اوقافو اداره د دغه ولایت په کچه شاوخوا ۱۰۰ رسمي ملا امامان لري چې تل یې د جوماتونو له لارې د یادو ناسمو رواجونو د له منځه وړلو لپاره تبلیغ کړی دی.

دغه‌راز، هغه ټینګار وکړ چې یاد ریاست د خیریه بنسټونو له لوري د ډله‌ییزو ودونو له جوړېدو ملاتړ کوي او هر هغه اقدام به عملي کړي چې په ټولنه کې د ناسمو رواجونو کمېدو لامل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.