لښکرګاه (پژواک ،۲ لړم ۱۴۰۳): سېمهییز چارواکي وایي، د هلمند ولایت ملکي هوایي ډګر کې د شاوخوا اته میلیون افغانیو په لګښت د مسافرو لپاره د تمځای جوړولو چارې پیل شوې.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شیرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې پروژې اته میلیونه افغانۍ لګښت د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت له انکشافي بودیجې څخه ورکول کیږي.
هغه وویل، د دغه تمځای له جوړېدو سره به د مسافرو ګڼې ستونزي هواري شي.
دی وایي چې د یادې پروژې چارې به د اتو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
وحت وایي، په دغه پروژه کې د ۱۳۰۰ مترو په اوږدوالي د چاپېرېدونکي دېوال( فېنس) جوړېدو همدارنګه د هوايي ډګر رمپ او ځغاستلیکې بیارغونې چارې هم شاملې دي.
د یادونې ده چې تر دې مخکې هم د لښکر په هوایي ډګر کې تمځای و، خو د ډېرو کسانو ظرفیت او اړینې اسانتیاووې یې نه درلودې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP